سوره البقره (غویي) (آیت 123)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۲۳

وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا تَنْفَعُهَا شَفَاعَةٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ 123 ١٢٣

او له هغې ورځې نه ووېرېږئ چې هېڅ یو نفس به د بل نفس هېڅ په كار رانشي، او نه به له هغه نه فدیه (بدل) قبلېږي او نه به هغه ته څه سفارش فايده وركوي او نه به له هغوى سره مرسته كېږي (۱۲۳)

تفسیر
د الله تعالی په پیروئ او د هغه د نواهیو څخه په ځان ژغورلو د خپلو ځانونو او د قیامت ورځې د عذاب تر منځ ډال وګرځوئ، ځکه په دغه ورځ هیڅ نفس بل نفس ته هیڅ ګټه نه شي رسولی او نه ورڅخه بدله منل کېږې که هر څه ډېره هم وي او نه ورته د چا سپارښتنه ګټه رسوي که هر څومره د لوړې رتبې څښتن وي او نه به ورسره مرستندوی وي چې د الله تعالی په وړاندې یې مرسته وکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ