سوره البقره (غویي) (آیت 124)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۱۲۴
وَإِذِ ابْتَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ ۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا ۖ قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي ۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ
او (یاد كړه) هغه وخت چې خپل رب يې ابراهیم په څو خبرو سره وازمایه، نو (ابراهیم) هغه پوره كړې۔ (الله) وویل: یقینًا زه تا د خلقو لپاره امام جوړوم، هغه وویل: او زما په اولاد كښې (هم امامان جوړكړه) (الله) وویل: زما عهد (د امامت وعده) ظالمانو (كافرانو) ته نه رسېږي (۱۲۴)
تفسیر
او هغه وخت یاد کړه چې الله تعالی ابراهیم علیه السلام د څه احکامو او سپارښتنو په تر سره کولو سره وازمایه، نو هغه په ښه بڼه او پوره توګه (هغه چارې) تر سره کړې، نو الله تعالی خپل پیغمبر ابراهیم ته وویل: زه تا د خلکو لپاره پېشوا او امام ګرځوم، څو خلک ستا د کړنو او اخلاقو پیروي وکړي، ابراهیم علیه السلام وویل: اې پالونکیه! زما له اولادې څخه هم مخکښان او امامان وګرځوه چې خلک یې پیروي وکړي، نو الله تعالی ورته په ځواب کې وویل: زما ژمنه په دین کې د امامت او پېشوا ګرځولو ستا د اولادې ظالمانو ته نه رسېږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: