سوره البقره (غویي) (آیت 125)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۲۵

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى ۖ وَعَهِدْنَا إِلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ 125 ١٢٥

او كله چې مونږه بیت الله د خلقو لپاره د جمع كېدو او د امن ځای وګرځاوه، او (مونږ وویل:) له مقامِ ابراهیم نه’’لمونځ ځای‘‘ جوړ كړئ، او مونږ ابراهیم او اسمٰعیل ته كلك حكم وكړ دا چې تاسو (دواړه) زما كور د طواف كوونكو او اعتكاف كوونكو او ركوع كوونكو، سجده كوونكو لپاره ښه پاك كړئ (۱۲۵)

تفسیر
او یاد کړه هغه وخت چې الله تعالی بیت الحرام د خلکو لپاره د ورګرځېدو ځای (مرجع) و ګرځولو، چې زړونه یې ورپورې تړلي وي، کله هم چې ترې لاړ شي بیا ورته را ګرځي او همدا راز یې د امن ځای ګرځولی، چې په دې ځای کې پر چا تېری نه کېږي او خلکو ته یې وویل: له هغې تېږې څخه د لمانځه لپاره ځای ونیسئ کومې باندې چې ابراهیم علیه السلام د کعبې جوړېدو پر مهال ودرېده او مونږ ابراهیم او د هغه زوی اسماعیل ته سپارښتنه وکړه چې د عزت کور د پلیتۍ او بوتانو څخه پاک کړي او د هغه چا لپاره يې چمتو کړي چې پکې طواف، اعتکاف، لمونځ او داسې نور عبادات کول غواړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ