سوره البقره (غویي) (آیت 132)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۳۲

وَوَصَّىٰ بِهَا إِبْرَاهِيمُ بَنِيهِ وَيَعْقُوبُ يَا بَنِيَّ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَىٰ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ 132 ١٣٢

او ابراهیم خپلو زامنو ته د دې وصیت وكړ او یعقوب (هم، ويې ویل:) اى زما زامنو! بېشكه الله تاسو لپاره دا دین غوره كړى دى، نو بېخي مه مرئ مګر په داسې حال كې چې مسلمانان یئ (۱۳۲)

تفسیر
او ابراهیم علیه السلام خپلو ځامنو ته په دې خبرو سپارښتنه کړې وه چې: (ما د ټولو عالمونو پالونکي ته غاړه ایښې ده) او همدا راز په دې خبرو یعقوب علیه السلام هم خپلو ځامنو ته سپارښتنه وکړه، دواړو پر خپلو ځامنو غږ وکړ: بېشکه الله تعالی تاسو ته د اسلام دین غوره کړی دی، نو کلک یې ونیسئ، تر دې چې تاسو ته مرګ راشي، په داسې حال کې چې الله تعالی ته پټ او ښکاره غاړه ایښودونکي یاست.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ