سوره البقره (غویي) (آیت 146)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۴۶

الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءَهُمْ ۖ وَإِنَّ فَرِيقًا مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ 146 ١٤٦

هغه كسان چه مونږ هغوى ته كتاب وركړى دى، هغوى دا (محمدﷺ، قرآن، اسلام) پېژني لكه چې دوى خپل زامن پېژني، او یقینًا له دوى نه یوه ډله لازمًا حق پټوي، حال دا چې دوى پوهېږي (۱۴۶)

تفسیر
د یهودو او نصاروو هغه علماء چې مونږ ورته د آسماني کتاب پوهه ورکړې؛ د قبلې ګرځول -چې د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ نښه ده- داسې پېژني لکه څنګه چې خپل بچي پیژني او د نورو څخه یې جلا کوي، سره له دې بیا هم د دوی یوه ډله هغه حق پټه وي، کوم چې محمد صلی الله علیه وسلم راوړی، د حسد له وجې، دوی دا کار کوي او په دې ښه پوهېږي چې دا حق دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ