سوره البقره (غویي) (آیت 14)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۴

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا إِلَىٰ شَيَاطِينِهِمْ قَالُوا إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِئُونَ 14 ١٤

او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي چې مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې له خپلو شیطانانو (مشرانو) سره يواځې شي، نو (بیا) وايي: په رښتیاخو مونږ له تاسو سره یو، خبره همدا ده چې مونږ خو بس استهزا (خندا) كوونكي یو (۱۴)

تفسیر
او کله چې دوی له مومنانو سره مخامخ شي نو وایي: مونږ هم په هغه څه باور لرو چې تاسي پرې ایمان لرئ؛ له مومنانو څخه د وېرې له کبله داسې وایي، خو کله چې له مومنانو څخه خپلو مشرانو خوا ته جدا (ګوښي) شي، نو د هغوی په تابعدارۍ د ثابت کېدو تاکید کوي او وایي: مونږ تاسو سره یو ستاسو په لاره او مونږ له مومنانو سره په ښکاره ځان برابروو، چې ټوکې ورپورې وکړو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ