سوره البقره (غویي) (آیت 151)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۵۱

كَمَا أَرْسَلْنَا فِيكُمْ رَسُولًا مِنْكُمْ يَتْلُو عَلَيْكُمْ آيَاتِنَا وَيُزَكِّيكُمْ وَيُعَلِّمُكُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَيُعَلِّمُكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ 151 ١٥١

لكه چې مونږه په تاسو كې له هم تاسو نه رسول درلېږلى دى چې پر تاسو باندې زمونږه ایتونه تلاوت كوي، او تاسو پاكوي او تاسو ته كتاب او حكمت (سنت) ښَیي، او تاسو ته د هغه څه تعلیم دركوي چې تاسو پرې نه پوهېدلئ (۱۵۱)

تفسیر
لکه څنګه مو چې پر تاسی باندې بل نعمت کړی دی، هغه داسې چې تاسو ته مو ستاسو د جنس څخه پیغمبر درلیږلی، چی تاسو ته زمونږ آیتونه (قرآن) لولي، او پاکوي تاسې له کفر څخه په هغه څه چې تاسو ته پرې امر کوی د فضایلو او نیکو، او منعه کوی تاسو د بدو صفاتو او د بدو کارونو څخه، او درښائی تاسو ته قرآن او سنت، او درښائی تاسو ته د دین او دنیا هغه کارونه چی تاسو ته نه وو معلوم.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ