نو تاسو ما یادوى زه به تاسو یادكړم او زما شكر وباسئ او په ما باندې مه كافر كېږئ (۱۵۲)
تفسیر
نو پس تاسې ما په خپلو زړونو او اندامونو یاد کړئ؛ زه به ستاسې صفتونه بیان کړم او ستاسې ساتنه به وکړم، ځکه چې بدله د هر کار د هماغه کار مطابق وي (چې څه کرې هغه به رېبې)، او ما چې پر تاسې کوم نعمت (پېرزو) کړی دی د هغه شکر اداء کړئ او ناشکري مه کوئ، په داسې طریقه چې د الله تعالی نعمتونه د هغه په نافرمانۍ کې استعمالوئ.