سوره البقره (غویي) (آیت 154)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۱۵۴
وَلَا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتٌ ۚ بَلْ أَحْيَاءٌ وَلَٰكِنْ لَا تَشْعُرُونَ
او تاسو هغه چا ته مړه مه وایئ چې د الله په لاره كې ووژل شي بلكې (هغوى) ژوندي دي او لېكن تاسو (د هغوى په ژوند) نه پوهېږئ (۱۵۴)
تفسیر
او تاسی مه وایاست -اې مومنانو!- د هغه چا په هکله چی د الله تعالی په لاره کې په جهاد کې شهید شی، چی هغوی داسې مړه دي لکه څنګه چې نور خلک مري، بلکې دوئ د الله تعالی په نزد ژوندي دي، لیکن تاسو یې په ژوند نه پوهېږئ؛ ځکه چې هغه خاصه زندګي ده چی له وحیې پرته پرې څوک نه پوهېږي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: