سوره البقره (غویي) (آیت 156)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۱۵۶
الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
هغه كسان چې كله دوى ته څه مصیبت ورسي (نو) وايي: یقینًا مونږ د الله (مملوك) یو او بېشكه مونږه خاص هغه ته ورګرځېدونكي یو (۱۵۶)
تفسیر
او هغه کسان چې له د غو مصیبتونو څخه ورته یو مصیبت ورسېږي، نو په رضا او غاړه کېښودو سره ووايي: مونږ ټول د الله تعالی ملکیت یو څنګه چې وغواړي هماغه شان په مونږ کې تصرف کوي او مونږه خامخا د قیامت په ورځ الله تعالی ته ورګرځیدونکي یو، نو الله تعالی هغه ذات دی چې مونږ ئې پیداکړي یو او په مونږ یې د قسما قسم نعمتونو پیرزوینه کړې ده، او خاص الله تعالی ته زمونږ ورګرځیدل دي او وروستۍ ورتګ مو هم دی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: