سوره البقره (غویي) (آیت 159)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۵۹

إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَىٰ مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ ۙ أُولَٰئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ 159 ١٥٩

یقینًا كوم خلق چې هغه څه پټوي چې مونږ نازل كړي دي، چې هدایت او ښكاره دلیلونه دي، له دې نه پس چې مونږ هغه په كتاب كې خلقو ته بیان كړي دي، دغه خلق (چې دي)، الله په دوى لعنت كوي اولعنت ویونكي په دوى لعنت وايي (۱۵۹)

تفسیر
او هغه کسان چی له خلکو څخه هغه دلیلونه پټوي چې مونږ د پیغمبر په ریښتینوالی دلالت کوي او په هغه څه مو رالیږلی چی دی پیغمبر پرې راتګ کړی(قران)، د یهودیانو او نصارو څخه او د نورو خلکو څخه، وروسته ددی نه چی مونږ خلکو ته د هغوئ په کتابونو کښې ښکاره کړی وو؛ دغه کسان الله تعالی د خپل رحمت څخه لری کوي، او همدارنګه ملایکی پیغمبران او ټول خلک دوی ته د الله له رحمت نه د لرې والی دعاګانې کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ