Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 159 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 159 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلْنَا مِنَ الْبَيِّنَاتِ وَالْهُدَىٰ مِنْ بَعْدِ مَا بَيَّنَّاهُ لِلنَّاسِ فِي الْكِتَابِ ۙ أُولَٰئِكَ يَلْعَنُهُمُ اللَّهُ وَيَلْعَنُهُمُ اللَّاعِنُونَ 159
ترجمه:
یقینًا كوم خلق چې هغه څه پټوي چې مونږ نازل كړي دي، چې هدایت او ښكاره دلیلونه دي، له دې نه پس چې مونږ هغه په كتاب كې خلقو ته بیان كړي دي، دغه خلق (چې دي)، الله په دوى لعنت كوي اولعنت ویونكي په دوى لعنت وايي البقره ۲:۱۵۹
تفسیر:
او هغه کسان چی له خلکو څخه هغه دلیلونه پټوي چې مونږ د پیغمبر په ریښتینوالی دلالت کوي او په هغه څه مو رالیږلی چی دی پیغمبر پرې راتګ کړی(قران)، د یهودیانو او نصارو څخه او د نورو خلکو څخه، وروسته ددی نه چی مونږ خلکو ته د هغوئ په کتابونو کښې ښکاره کړی وو؛ دغه کسان الله تعالی د خپل رحمت څخه لری کوي، او همدارنګه ملایکی پیغمبران او ټول خلک دوی ته د الله له رحمت نه د لرې والی دعاګانې کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 158 راتلونکې البقره • آیت 160