یقینًا صفا او مروه د الله له نښو څخه دي، نو هر څوك چې د بيت الله حج كوي، یا عمره كوي، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته چې د دې دواړو طواف وكړي، او هر څوك چې په خپله خوښه څه نېكي وكړي، نو الله شكر قبلوونكى، ښه عالم دى البقره ۲:۱۵۸ ⧉
تفسیر:
د کعبې شریفې خواته چې د صفا او مروه کوم دوه پیژندل شوي غرونه دي، دا د شریعت له نښو څخه دي، نو هر څوک چي بیت الله شریف ته د حج یا عمری اداء کولو اراده وکړي؛ نو په دوی څه ګناه نشته چی د دې دواړو غرونو ترمنځ منډې ووهي (سعي وکړي) او دلته د نه ګناه معنی دا ده چې د هغو مسلمانانو لپاره اطمینان دی چی کومو به د صفا او مروه ترمنځ سعی کول بد ګڼل په دې عقیده چې دا د جاهلیت له کارونو څخه دي، نو الله تعالی روښانه کړه چې دا د حج د کارونو څخه دي او چاچې په اخلاص سره په خپله خوښه مستحب کارونه تر سره کړل، نو الله تعالی یې له هغه څخه قبلوي او بدله ورله هم ورکوي، الله تعالی پوهه دی په هغه چا چې نیک کارونه کوي، او د ثواب مستحق ګرځي.