سوره البقره (غویي) (آیت 163)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۶۳

وَإِلَٰهُكُمْ إِلَٰهٌ وَاحِدٌ ۖ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الرَّحْمَٰنُ الرَّحِيمُ 163 ١٦٣

او ستاسو حق معبود یو معبود دى، هېڅ لايق د عبادت نشته مګر يواځې هغه دى چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى (۱۶۳)

تفسیر
-اې خلکو!- ستاسو د عبادت مستحق یوازې یو ذات دی چې په خپل ذات او صفاتو کې یوازې دی، له هغه څخه سوا بل څوک په حق سره د عبادت لایق نه دی، هغه مهربان ذات دی، د پراخې مهربانۍ څښتن دی، داسې چې په خپلو بنده ګانو یې بې شمېره پېرزوینې کړي دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ