سوره البقره (غویي) (آیت 167)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۶۷

وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا ۗ كَذَٰلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ حَسَرَاتٍ عَلَيْهِمْ ۖ وَمَا هُمْ بِخَارِجِينَ مِنَ النَّارِ 167 ١٦٧

او چا چې پیروي كړې ده، هغوى به وايي: ارمان! كه مونږ لپاره (دنیا ته) بیا تلل وي، نو له دوى نه به مونږ بېزاره شو لكه چي دوى له مونږ نه بېزاره شول، همدارنګه به الله دوى ته خپل عملونه په دوى باندې د حسرتونو لپاره ښكاره كوي او دوى له اور نه كله هم وتونكي نه دي (۱۶۷)

تفسیر
او هغه کمزوري او پیروي کونکي کسان وبه وايي: کاشکې مونږ بېرته دنیا ته واپس شوی وای نو مونږ به هم د دې خپلو مشرانو (رهبرانو) څخه داسې بیزاره شوی وای لکه دوی چې زمونږ څخه نن بیزاره شول، نو څنګه چې الله تعالی دوی ته په اخرت کې سخت عذاب وروښوده، همداسې به ورته د دوی د تابعدارۍ انجام په افسوسونو او خپګان وروښایي، او دوی به هیڅکله د دوزخ له اور څخه راوتونکي نه وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ