سوره البقره (غویي) (آیت 168)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۶۸

يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ 168 ١٦٨

اى خلقو! له هغو څیزونو نه چي په ځمكه كې دي، حلال پاك خورئ او د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى (۱۶۸)

تفسیر
اې خلکو! تاسو له هغو شیانو څخه چی په زمکه کې د څارویو، بوټو او ونو څخه دي، خوراک کوئ، هغه چې د هغو لاسته راوړل حلال وي او په خپله هم پاک وي مردار نه وي، او تاسو د شیطان په هغو لارو مه ځئ چې تاسو ته د ګناه لوري ته بیايي، یقینا شیطان ستاسو ښکاره دشمن دی او یو عاقل ته نه ښايي چی د خپل هغه دشمن تابعداري وکړي چی هغه یې همیشه د ګمراه کولو او هغه ته د زیان رسولو هڅه کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ