یقینًا همدا خبره ده چې هغه تاسو ته د بدۍ او بې حیايۍ حكم كوي او دا چې تاسو په الله باندې هغه خبرې وتړئ (وتپئ) چي تاسو پرې نه پوهېږئ (۱۶۹)
تفسیر
هغه (شیطان) تاسو ته په هغه څه امر کوي چې هغه بد وي د ګناهونو څخه او په هغه څه چی هغه لوی ګناهونه وي او تاسو ته امر کوي چی په الله تعالی باندی په عقیده او شرائعو کې خبری وکړئ بغیر د هغه علم نه چی تاسو ته د الله د طرف نه او یا د الله تعالی د پیغمبرانو د طرف نه راغلی وي.