سوره البقره (غویي) (آیت 170)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۷۰

وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۗ أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لَا يَعْقِلُونَ شَيْئًا وَلَا يَهْتَدُونَ 170 ١٧٠

او كله چې دوى ته وویل شي: د هغه څه پیروي وكړئ چې الله نازل كړى دى، (نو) وايي: (نه) بلكې مونږه د هغه څه پیروي كوو چې په هغه باندې مونږ خپل پلرونه (مشران) موندلي دي، ایا اګر كه د دوى پلرونه (داسې) وو چې په هېڅ شي نه پوهېدل، اونه يې سمه لار موندلې وه (۱۷۰)

تفسیر
او کله چې دې کافرانو ته وویل شي: تاسو د هغه هدایت او رڼا تابعداري وکړئ، کومه چې الله تعالی رالېږلې ده، دوی د ضد او عناد له وجې وايي: مونږ د هغو عقیدو او رواجونو تابعدارې کوو کوم چې زمونږ پلرونو کول، نو آیا ی د خپلو (هغو) پلرونو تابعداری کوي چې هغوی د هدایت او رڼا څخه هیڅ خبر نه وو او هغه حق ته ځان نه رسوي په کوم چې الله تعالی راضي کېږي؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ