سوره البقره (غویي) (آیت 171)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۷۱

وَمَثَلُ الَّذِينَ كَفَرُوا كَمَثَلِ الَّذِي يَنْعِقُ بِمَا لَا يَسْمَعُ إِلَّا دُعَاءً وَنِدَاءً ۚ صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَعْقِلُونَ 171 ١٧١

د هغو كسانو مثال چې كفر يې كړى دى؛ د هغه كس په شان دى چې هغه (څارويو) ته نارې وهي چې نه اوري مګر يواځې تشه بلنه او غږ، (دوى) كاڼه دي، ګونګیان دي، ړانده دي، نو دوى هېڅ نه پوهیږي (۱۷۱)

تفسیر
د کافرانو مثال د خپلو پلرونو په تابعدارۍ کې د هغه شپونکي (چوپان) په څېر دی چې خپلې رمې ته چغې وهي، نو څاروي یې (یوازې) آواز اوري خو په دې نه پوهیږي چې څه ورته وایي، نو پس دوی د حق له اوریدو څخه کاڼه دي فایده ترې نه شي اخیستلای، د دوی ژبې له حق ویلو څخه ګونګۍ دي، سترګې یې له حق څخه ړندې دې حق نه شي لیدلای، نو ځکه دوی په هغه حق نه شي پوهیدلای کوم ته یې چې تاسې رابلئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ