سوره البقره (غویي) (آیت 172)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۱۷۲
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَاشْكُرُوا لِلَّهِ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له هغو پاكو حلالو څیزونو څخه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي، او د الله شكر وباسئ، كه تاسو داسې یئ چې خاص د هغه عبادت كوئ (۱۷۲)
تفسیر
اې هغه کسانو چی په الله تعالی مو ایمان راوړی او د هغه د پیغمبر تابعداري مو کړې ده: هغه پاک خواړه خورئ چې الله تعالی تاسو ته درکړي او ستاسو لپاره یې روا (حلال) کړي دي او په پټه او ښکاره د الله تعالی د هغو نعمتونو شکر وباسئ چې پر تاسو یې کړي او د الله تعالی د شکر ایستلو څخه دادی چې د هغه اطاعت او تابعداري وکړئ او د هغه له نافرمانۍ څخه ځان وساتئ، که چېرې تاسو په ریښتیا یوازې د هغه بنده ګي کوئ، او هيڅ شی ورسره نه شریکوئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: