سوره البقره (غویي) (آیت 174)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۷۴

إِنَّ الَّذِينَ يَكْتُمُونَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ الْكِتَابِ وَيَشْتَرُونَ بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۙ أُولَٰئِكَ مَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ إِلَّا النَّارَ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 174 ١٧٤

یقینًا هغه كسان چې هغه څه پټوي چې الله له (خپل) كتاب نه نازل كړي دي، او د دې په بدل كې لږ قیمت اخلي، (نو) دغه كسان، نه خوري (نه اچوي) په خپلو خېټو كې مګر اور، او د قیامت په ورځ به الله نه له دوى سره خبرې وكړي او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۱۷۴)

تفسیر
بېشکه هغه کسان چې پټه وي هغه څه چې الله تعالی رالیږلي چې هغه کتابونه دي او پټوي هغه څه چې دی کتابونو کې دي چې هغه حق دې او د محمد صلی الله علیه وسلم د پیغمبرۍ دلیلونه دي، لکه یهودو او نصارو چې کول، او په دي پټولو سره دوي د دنیا لږه بدله اخلي چې یا مشری وي یا مرتبه وي او یا مال وي؛ دغه کسان نه اچوي په خپلو خیټو کې مګر هغه څه چې د دوې لپاره به په اور کې د سزا ورکولو سبب شي، او الله تعالی به د قیامت په ورځ د دوئ سره د خوښی خبری ونه کړي، بلکه د دوۍ د خفګان خبري به ورسره وکړي، او نه به دوۍ د ګناهونو او د کفر نه پاک کړي او نه به د دوۍ ستاینه وکړي، او د دوۍ لپاره به دردناک عذاب وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ