سوره البقره (غویي) (آیت 176)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۷۶

ذَٰلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ نَزَّلَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ ۗ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِي الْكِتَابِ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ 176 ١٧٦

دا ځكه چې بېشكه الله كتاب په حقه نازل كړى دى او یقینًا هغه كسان چې په كتاب كې يې اختلاف كړى دى؛ خامخا په ډېر لرې مخالفت كې دي (۱۷۶)

تفسیر
د علم او هدایت د پټولو دا سزا ځکه ده چې الله تعالی آسمانی کتابونه په حق سره نازل کړي دي او دا نازلیدل د الله له طرفه دا تقاضا کوي چې دا کتابونه خلکو ته بیان شي او پټ نه شي او هغه کسان چې په آسماني کتابونو کې یې اختلاف کړی دی، پر ځینو یې ایمان راوړی او بعضی نور یې پټ کړي دي خامخا د حق نه لرې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ