سوره البقره (غویي) (آیت 179)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۱۷۹
وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
او تاسو لپاره په قصاص كې لوى ژوند دى، اى د خالص عقل خاوندانو! د دې لپاره چې تاسو (ځان) وساتئ (۱۷۹)
تفسیر
الله تعالی چې ستاسو له پاره کوم قصاص روا کړی دی په دې کې ستاسو لپاره ژوند دی؛ ځکه چې په دې سره ستاسی وینی ساتل کېږي او په دې سره خپل مینځي دښمني له مینځه ځي، دا خبره هغه څوک درک کولی شي چې سالم عقل لري، له الله تعالی څخه وېرېږي، د هغه شرعې ته غاړه ږدي او په اوامرو یې عمل کوي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: