د دوى مثال د هغه كس په شان دى چې اور يې بل كړ، نو كله چې دغه (اور) د هغه ګېرچاپېره (ځایونه) روښانه كړل، نو الله د هغوى رڼا ختمه كړه، او هغوى يې په تیارو كې پرېښودل، داسې چې نه ویني (۱۷)
تفسیر
د دوی منافقانو لپاره الله تعالی دوه مثالونه (بېلګې) بیانوي:یوه بېلګه ناري (د اور بېلګه) او بل مثال (بېلګه) مائي (د اوبو بېلګه) ده، د اور بېلګه دا ده چې دوی په شان د هغه کس دی چې د رڼا لپاره یې اور بل کړی وي، نو هر کله چې رڼا تېزه شي او ګومان وکړي چې اوس ترې ګټه پورته کولای شي، نو اور پرې مړ شي او رڼا لاړه شي او یوازې سوځول يې پاتې شي، نو خاوندان یې په توره تیاره کې پاتې شي او هیڅ نه ویني او نه لاره موندلای شي.