پر تاسو باندې فرض كړى شوي دي د مور او پلار او خپلوانو لپاره په ښې طریقې سره وصیت كول، كله چې په تاسو كې یو كس ته مرګ راشي، په دې شرط چې مال يې پریښى وي۔، دا په متقیانو ډېر لازم (حكم) دى (۱۸۰)
تفسیر
فرض کړای شوی دی پر تاسی باندې کله چی ستاسی نه یو کس ته مرګ او یا د مرګ اسباب راشي، که چېرې یې ډېر مال پريښی وي، نو باید مور، پلار او خپلوانو ته له شرعې سره سم وصیت وکړي چې له درېیمې برخې نه به زیات نه وي او وصیت کول پر متقیانو باندې د الله تعالی لازمی حکم دی. خو دا حکم د میراث د آیاتونو له نزول څخه مخکې ؤ، خو کله چې د میراث آیاتونه نازل شول، دا پکې روښانه شوه چې له مړي څخه څوک او څومره د میراث برخه وړلی شي.