نو چا چې دا (وصیت) له اورېدلو نه پس بدل كړ، نو یقینًا همدا خبره ده چې د دې (بدلولو) ګناه په هغو كسانو ده چې دا (وصیت) بدلوي، یقینًا الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى (۱۸۱)
تفسیر
نو پس چا چې په دې وصیت کې بدلون راوست، چې یا یې پکې زیاتی وکړ، یا کمښت او یا یې بالکل منعه کړ، وروسته له دې چې پرې خبر شو؛ نو د دې بدلولو ګناه په هغه چا ده چې دا کار یې وکړ، وصیت کوونکی پکې ګناه کار نه دی، بېشکه الله تعالی د خپلو بندګانو د خبرو اوریدونکی دی، د هغوی په کارونو خبر دی، د هغوی له حالاتو څخه هیڅ شی هم (ترېنه پټ نه شي) پاتې کېدلی.