سوره البقره (غویي) (آیت 182)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۸۲

فَمَنْ خَافَ مِنْ مُوصٍ جَنَفًا أَوْ إِثْمًا فَأَصْلَحَ بَيْنَهُمْ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 182 ١٨٢

بیا چې څوك له وصیت كوونكي نه (په خطا سره) د ظلم، یا (په قصد سره) د ګناه وېره لري، نو د هغوى په مينځ كې يې جوړه وكړه، نو په هغه باندې هېڅ ګناه نشته، یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى (۱۸۲)

تفسیر
نو څوک چې له وصیت کوونکي نه په وصیت کې د حق څخه په کوږوالی پوهه شو او یا په وصیت کې په ظلم باندې پوهه شو؛ نو په خپل نصیحت سره یې دغه فساد او کوږوالی برابر کړ او په وصیت یې د خلکو اختلاف ختم کړ، نو پر ده هیڅ ګناه نشته، بلکې هغه ته به په دې اصلاح او برابروالی ثواب او اجر ورکول کېږي، بېشکه الله تعالی د هغو بنده ګانو بښونکی دی چې الله ته توبه وباسي او پر هغوی رحم کوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ