سوره البقره (غویي) (آیت 184)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۸۴

أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ ۚ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَىٰ سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ ۚ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ ۖ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ ۚ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ ۖ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ 184 ١٨٤

یو څو ورځې شمېرل شوې، نو څوك چې په تاسو كې مریض وي، یا په سفر وي، نو (په هغه باندې) د نورو ورځو شمېرل دي، اوپه هغو كسانو باندې چې د دې (روژې) طاقت لري، د یو مسكین خوراك فدیه لازم ده، پس څوك چې په خوښۍ سره نېكي وكړي، نو د ده لپاره هغه بهتره ده، او دا چه روژه ونیسئ (دا) تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې يئ تاسو چې پوهېږئ (۱۸۴)

تفسیر
فرض کړل شوې روژه پر تاسو دا ده چې له کال څخه لږې ورځې روژه ونیسئ، څوک چې له تاسو څخه داسې ناروغ وي چې روژه ورته سخته وي او يا مسافر وي؛ نو د هغه لپاره روا ده چې روژه ونه نيسي، بيا څومره ورځې يې چې نده نيولې د هغو قضايي راوګرځوي، او څوک چې د روژې نيولو توان لري، خو ويې نه نيوله پر هغه فديه لازمه ده چې د هرې نه نيول شوې ورځې په بدل کې به بېوزله ته ډوډۍ ورکوي، خو که تر يو زیات بېوزله ته ډوډۍ ورکړي او يا له روژې سربېره فديه ورکړي دا ورته غوره ده، ستاسو روژه نيول ستاسو لپاره تر خوړولو او فديه ورکولو غوره دي که تاسو پر هغه غوراوي پوه شئ چې په روژه نيولو کې دی، دا حکم د روژې د لومړي مشروعيت په زمانه کې و، نو د چا چې خوښه وه روژه به يې نيوله او که به يې خوښه وه نه به يې نيوله او بېوزله ته به يې ډوډۍ ورکوله، بيا الله له دغه وروسته روژه واجب کړه او پر هر بالغ توان لرونکي يې فرض کړه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ