سوره البقره (غویي) (آیت 188)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۸۸

وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالْإِثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ 188 ١٨٨

او خپل مالونه په خپل مينځ كې په ناحقه سره مه خورئ او حاكمانو ته يې د دې لپاره مه وركوئ چې د خلقو له مالونو نه څه حصه په ظلم سره وخورئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ (۱۸۸)

تفسیر
او تاسو د یو بل مالونه په ناروا سره مه خورئ، لکه غلا، په زور او په دوکې سره تر لاسه کول او تاسو په دې اړه خپلمنځي لانجې حاکمانو ته مه رسوئ، د دې لپاره چې د بل چا مال پرې په ګناه سره واخلئ او تاسو پوهېږئ چې الله تعالی دا حرام کړي دي، ځکه چې له پوهې سره سره بیا هم ګناه کول ډیر بد دی او لویه سزا لري.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ