او د الله په لاره كې له هغو كسانو سره جنګ كوئ چې له تاسو سره جنګېږي، او له حد نه مه تېرېږئ، یقینًا الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي (۱۹۰)
تفسیر
او تاسو جګړه وکړئ -د الله تعالی د کلمې د اوچتوالی لپاره- له هغو کافرانو سره چې تاسې د الله تعالی له دین څخه منع کوي او تاسو د الله تعالی د پولو نه مه اوړئ، چی ماشومان، ښځې او سپینږیري ووژنئ او یا مړي مثله کړئ (له مرګ نه وروسته د هغوی اندامونه غوڅ کړئ) او یا داسی بل مخالفت وکړئ، بېشکه الله تعالی له خپلې شرعې او حکمونو څخه تېرېدونکي کسان نه خوښوي.