Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 190 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 190 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ 190
ترجمه:
او د الله په لاره كې له هغو كسانو سره جنګ كوئ چې له تاسو سره جنګېږي، او له حد نه مه تېرېږئ، یقینًا الله له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي البقره ۲:۱۹۰
تفسیر:
او تاسو جګړه وکړئ -د الله تعالی د کلمې د اوچتوالی لپاره- له هغو کافرانو سره چې تاسې د الله تعالی له دین څخه منع کوي او تاسو د الله تعالی د پولو نه مه اوړئ، چی ماشومان، ښځې او سپینږیري ووژنئ او یا مړي مثله کړئ (له مرګ نه وروسته د هغوی اندامونه غوڅ کړئ) او یا داسی بل مخالفت وکړئ، بېشکه الله تعالی له خپلې شرعې او حکمونو څخه تېرېدونکي کسان نه خوښوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 189 راتلونکې البقره • آیت 191