او دوى وژنئ كوم ځاى چې دوى ومومئ، او دوى له هغه ځاى نه وباسئ چې تاسو يې وېستلي وئ، او فتنه (شرك، له دین نه اړول) له قتل نه ډېره سخته (ګناه) ده او له دوى سره د مسجد حرام په خوا كې جنګ مه كوئ، تر دې چې دوى له تاسو سره په ده كې جنګ شروع كړي، نو كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي، نو بیا دوى قتل كړئ، د كافرانو سزا همداسې ده البقره ۲:۱۹۱ ⧉
تفسیر:
دوی و وژنئ چېرته مو چې پیدا کړل او دوی له هغه ځایه وباسئ چې تاسو یې ترې اېستلي یئ، چې هغه مکه مکرمه ده، او فتنه داده چې مومن له خپل دین نه منعه شي او بېرته کفر ته وګرځول شي چې دا له وژلو څخه هم لویه ده. نو تاسو له دوی سره د مسجد الحرام تر څنګ د هغه د تعظیم په خاطر جګړه مه پیلوئ، تر هغو چې دوی نه وي پیل کړي، نو که چېرې هغوی په مسجد الحرام کې درسره جګړه پیل کړه، نو تاسې هم ورسره جګړه وکړئ او دا رنګه جزا -په مسجد الحرام کې د هغوی وژل کله چې تېری وکړي- د کافرانو جزا وي.