سوره البقره (غویي) (آیت 193)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۹۳

وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّىٰ لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ ۖ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلَا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ 193 ١٩٣

او له دوى سره جنګېږئ تر هغه چې فتنه (د كافرانو زور) پاتې نشي، او دین (ټول) د الله لپاره شي، نوكه دوى منع شول، نو هېڅ زیاتى نشته مګر په ظالمانو باندې (۱۹۳)

تفسیر
او تاسو له کافرانو سره جنګ وکړئ تر دې پورې چې په دوی کې شرک پاتې نه شي او نه د خلکو بندول د الله له لاری څخه او نه کفر (پاتې شي) او یوازې د الله تعالی دین ښکاره (غالب) شي، نو که چېرې دوی له خپل کفر او له دین څخه د خلکو له منع کولو لاس واخلي، نو بیا له دوی سره جګړه پرېږدئ، ځکه چې پرته له ظالمانو، چې کفر کوي او خلک د الله تعالی له لارې بندوي، پر بل چا تېری نه شته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ