سوره البقره (غویي) (آیت 195)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۱۹۵

وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ ۛ وَأَحْسِنُوا ۛ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ 195 ١٩٥

او د الله په لاره كې خرڅ كوئ اوپه خپلو لاسونو هلاكت ته غورځول مه كوئ، او نېكي كوئ، یقینًا الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي (۱۹۵)

تفسیر
او تاسو خپل مال د الله تعالی په اطاعت کې لکه جهاد او نورو ځایونو کې مصرف کړئ او تاسو خپل ځانونه پخپله هلاکت ته مه غورځوئ، داسې چې تاسې جهاد او د الله تعالی په لاره کې خرچه کول پرېږدئ، یا دا چې تاسو خپل ځانونه هغه څه ته وغورځوئ چې هغه ستاسو د هلاکت سبب وي او په غوره توګه خپل عبادتونه تر سره کوئ او په معاملاتو او اخلاقو کې هم ښه رویه کوئ، ېیشکه الله تعالی په هر شي کې ښه رویه کوونکی خوښوي، نو ډیر ثوابونه هم ورکوي او د سمې لارې توفیق هم ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ