نو کله مو چې د حج کړنې تر سره کړې او له هغو څخه فارغ شوئ، نو د الله ذکر وکړئ او د هغه ډېره ستاینه وکړئ، لکه څنګه به مو چې پر خپلو پلرونه ویاړل او دهغوی ستاینه به مو کوله، بلکې د هغوی له ستاینې هم د الله زیاته ستاینه وکړئ، ځکه چې ټول هغه نعمتونه چې تاسې ترېنه ګټه پورته کوئ، هغه د الله تعالی له لوري دي. او خلک (یو تر بله) مختلف دي، ځنې له هغوی نه هغه کافر او مشرک دی، چې یوازې د دې نړۍ پر ژوند ایمان لري، نو له الله تعالی څخه یوازې د (دې) دنیا نعمتونه او ښکلا، لکه: صحت، مال او اولاد غواړي، نو د دوی په هغو نعمتونو کې څه برخه نه شته چې الله تعالی خپلو مومنو بنده ګانو ته په آخرت کې تیار کړي دي، ځکه چې دوی له دنیا سره مینه لري او له آخرت یې مخ اړولی دی.