سوره البقره (غویي) (آیت 201)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۰۱

وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ 201 ٢٠١

او په دوى كې بعضې هغه څوك دي چې وايي: اى زمونږه ربه! مونږ ته په دنیا كې نعمت راكړه او په اخرت كې (هم) نعمت راكړه او مونږ د اور له عذابه وساته (۲۰۱)

تفسیر
او یوه ډله له خلکو څخه پر الله تعالی او آخرت ایمان لري، نو له الله تعالی څخه د دنیا نعمتونه هم غواړي او په دنیا کې د نیک عمل کولو توفیق هم غواړي، همدا رنګه له الله تعالی څخه په جنت سره بریالیتوب او له جهنم څخه سلامتیا (ژغورنه) غواړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ