او بعضې له خلقو نه هغه څوك دي چې د دنيايي ژوند په باره كې د هغه خبرې تا په تعجب كې اچوي او دى په هغه څه باندې الله ګواه كوي چې د ده په زړه كې دي، حال دا چې دى ډېر زیات جګړه مار دى (۲۰۴)
تفسیر
او ځنې خلک دوه مخي (منافق) وي، په دنیا کې د هغوئ خبری تا په تعجب کې اچوي -اې پیغمبره-، نو ته به هغه وینې چې ډېرې ښې خبرې به کوي، تر دې چې ته به یې رښتینی خیرخواه ګڼي، مګر د هغه قصد او هدف د خپل ځان او مال ساتل وي، او الله تعالی به ګواه کوي -حال دا چې هغه به دروغجن وي- په هغه څه چې د هغه په زړه کې کوم خیر او ایمان دی، او له مسلمانانو سره به سخت جګړه مار او دښمني کوونکی وي.