سوره البقره (غویي) (آیت 211)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۱۱

سَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ كَمْ آتَيْنَاهُمْ مِنْ آيَةٍ بَيِّنَةٍ ۗ وَمَنْ يُبَدِّلْ نِعْمَةَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا جَاءَتْهُ فَإِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ 211 ٢١١

له بني اسرائیلو نه تپوس وكړه چې مونږ څومره ډېرې واضحې نښې دوى ته وركړې وې، او څوك چې د الله نعمت بدل كړي، له دې نه پس چې ده ته راغى، نو یقینًا الله سخت عذاب وركوونكى دى (۲۱۱)

تفسیر
پوښتنه وکړه -ای پیغمبره- له بنی اسرایلو څخه د زورنې او رټنې پوښتنه: الله تعالی تاسو ته د دې پیغمبر په رښتینولۍ څومره ښکاره نښې بیان کړي! نو پس تاسو هغه دروغجنې وګڼلی او مخ مو ترې وګراځاوه، او هر هغه چا چې د الله تعالی نعمتونه بدل کړل په کفر او دروغو سره وروسته د پیژندلو د هغې نه او د ښکاره کېدو د هغې نه؛ نو پس بېشکه الله تعالی دروغجنو کافرانو ته سخته سزا ورکوونکی دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ