سوره البقره (غویي) (آیت 214)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۱۴

أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ ۖ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّىٰ يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَىٰ نَصْرُ اللَّهِ ۗ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ 214 ٢١٤

ایا تاسو دا ګمان كوئ چې جنت ته به داخل شئ؟ حال دا چې پر تاسو باندې لا تر اوسه د هغو خلقو حالت نه دى راغلى چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي، هغوى ته سختي او بېماري رسېدلې وې، او جړقول شوي وو تر دې چې رسول او له هغه سره ایمان راوړونكو به وویل: د الله مدد به كله راځي؟ خبردار شئ! یقینًا د الله مدد ډېر نژدې دى (۲۱۴)

تفسیر
ایا تاسو دا ګمان کوئ -ای مومنانو!- چې تاسو به جنت ته ننوځئ او تاسو ته به د پخوانیو مومنانو پشان تکلیفونه او مصیبتونه نه رسېږي، څنګه چې هغوئ ته سخته غریبي او سخت مرضونه رسیدلي وو، او هغوی وېرو لړزولي وو او دومره مصیبتونه ورته رسیدلی وو تر دې چې په تلوار سره د الله تعالی د مرستی او مدد غوښتنه وکړي، او پیغمبر او هغه مومنان چې له هغه سره وو، ووايي: چې د الله مرسته او مدد به کله راځي؟ ته ورته ووایه -اې پیغمبره- د الله تعالی مرسته او مدد نږدې دی، په الله تعالی باندې ایمان لرونکو، او پر هغه باندې توکل او عتماد کوونکو ته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ