لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الشَّهْرِ الْحَرَامِ قِتَالٍ فِيهِ ۖ قُلْ قِتَالٌ فِيهِ كَبِيرٌ ۖ وَصَدٌّ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَكُفْرٌ بِهِ وَالْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَإِخْرَاجُ أَهْلِهِ مِنْهُ أَكْبَرُ عِنْدَ اللَّهِ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَكْبَرُ مِنَ الْقَتْلِ ۗ وَلَا يَزَالُونَ يُقَاتِلُونَكُمْ حَتَّىٰ يَرُدُّوكُمْ عَنْ دِينِكُمْ إِنِ اسْتَطَاعُوا ۚ وَمَنْ يَرْتَدِدْ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
دوى له تا نه د حرامو میاشتو په باره كې تپوس كوي، په هغې كې د جنګ كولو (په باره كې)، ته (ورته) ووایه: په هغې كې جنګ كول لویه ګناه ده۔ او د الله له لارې نه منع كول او په هغه (الله) سره كافر كېدل او له مسجد حرام نه منع كول او له هغه (مسجد) نه د هغه اهل (حقدار) وېستل د الله په نېز بېخي ډېره لویه ګناه ده، او فتنه (شرك) له قتل نه ډېره لویه ګناه ده، او دوى به همېشه له تاسو سره جنګ كوي تر هغه پورې چې تاسو له خپل دین نه واړوي، كه وس يې وشي، او په تاسو كې چې څوك له خپل دین نه وګرځېده، بیا په داسې حال كې مړ شو چې كافر و، نو دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت (دواړو) كې ضايع شوي دي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله (همېشه) وي (۲۱۷)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ