سوره البقره (غویي) (آیت 219)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۲۱۹
يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ ۖ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا ۗ وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ
… دوى له تا نه د شرابو او جوارۍ په باره كې تپوس كوي، ووایه: په دې دواړو كې بېخي لویه ګناه ده، او د خلقو لپاره په كې فايدې دي، او د دې دواړو ګناه ډېره لویه ده، د دې دواړو له فايدو نه۔ او دوى له تا نه پوښتنه كوي چې څه خرچ (انفاق) كړي؟ ته (ورته) ووایه: له نفقې (اخراجاتو) نه زیاتي (څیز خرچ كړئ) الله همداسې تاسو لپاره ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو ښه فكر وكړئ† (۲۱۹)
تفسیر
-اې پیغمبره- له تا څخه ستا صحابه د شرابو (هر هغه څه چې عقل پټوي او هغه له مینځه وړي)؛ د حکم او اخیستلو او خرڅولو په باره کې پوښتنه کوي؟ او له تا څخه د قمار پوښتنه کوي (قمار: هغه مال ته وايي چې په مقابلو کې اخیستل کیږی او دا مال د دواړو مقابله کوونکو له طرفه وي)؟ ته ورته ځواب ورکړه: په دې کې د دین او دنیا ډېر ضرورنه او نقصانات دي؛ لکه د عقل او مال تلل، او یوبل سره دښمني او حسد پیداکیدل، او په دې کې لږې ګټې (فایدی) هم شته، لکه: د مال ګټل، او د دې دواړو ضرر او ګناه له ګټې څخه ډېره لویه ده او هر هغه شی چې ضرر یې له فایدې څخه ډیر وي نو هوښیار انسان ترې ځان ساتي، او په دې بیان کې د الله تعالی له طرفه د شرابو د حراموالی لپاره مقدمه ده. او پوښتنه کوي له تا څخه -ای پیغمبره- ستا ملګري د هغې اندازې په باره کې چې دوئ ئې خرچ کړی له خپلو مالونو څخه د ثواب او خیرات په توګه؟ ته ورته ځواب ورکړه: چې کوم مال ستاسو د مصرف نه اضافي وي د هغه نه مصرف وکړئ (او دا حکم اول کې ؤ، بیا الله تعالی په ځانګړو مالونو کې خاصه اندازه زکات واجب کړ)، او د دې په شان په ښکاره بیان باندې چې هیڅ ګډوډي پکې نشته تاسو ته الله تعالی د شرعې حکمونه بیانوي د دې لپاره چې تاسو فکر وکړئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: