سوره البقره (غویي) (آیت 21)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۲۱
يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ
اى خلقو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه (رب) چې تاسو يې پیدا كړي یئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ (۲۱)
تفسیر
ای خلکو! یوازې د الله تعالی عبادت کوئ او د بل چا عبادت مه کوئ؛ځکه چې هغه (الله) تاسې او له تاسو څخه وړاندې امتونه پیدا کړي دي، په دې هیله (عبادت وکړئ) چې ستاسو او د هغه د عذاب تر مینځ د هغه د حکمونو منلو او د بندیزونو څخه ځان ژغورلو په مټ پرده پېدا شي (د الله له عذاب څخه وژغورل شئ).
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: