Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 21 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ 21
ترجمه:
اى خلقو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه (رب) چې تاسو يې پیدا كړي یئ او هغه كسان چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ البقره ۲:۲۱
تفسیر:
ای خلکو! یوازې د الله تعالی عبادت کوئ او د بل چا عبادت مه کوئ؛ځکه چې هغه (الله) تاسې او له تاسو څخه وړاندې امتونه پیدا کړي دي، په دې هیله (عبادت وکړئ) چې ستاسو او د هغه د عذاب تر مینځ د هغه د حکمونو منلو او د بندیزونو څخه ځان ژغورلو په مټ پرده پېدا شي (د الله له عذاب څخه وژغورل شئ).
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 20 راتلونکې البقره • آیت 22