نژدې ده چې برېښنا د دوى نَظَرونه وتښتوي، كله هم چې هغه د دوى لپاره رڼا كوي، نو دوى په هغې كې مزل كوي او كله چې پر دوى تیاره شي، نو ودرېږي، او كه الله غوښتلى، نو خامخا به يې د دوى اَورېدل او د دوى نظرونه ختم كړي وى، بېشكه الله پر هر شي باندې ښه قادر دى البقره ۲:۲۰ ⧉
تفسیر:
نږدې ده برېښنا د ډېرې تېزې رڼا له کبله د دوی سترګې واخلي، هر کله چې بریښنا څرک وهي او رڼا شي ورباندې نو مخکې شي او کله چې رڼا نه وي نو په تیاره کې پاتې شي، نو خوځېدلی نه شي او که چېرې د الله تعالی خوښه شي نو په خپل قدرت سره به د دوی غوږونه او سترګي یوسي؛ چې بیا به نه را ګرځي؛ ځکه چې دوی له حق څخه مخ اړوي، نو باران د قرآن مثال دی او د تندر آوازونه د قرآن کریم د زواجرو (وېرونو) مثال دي او د بریښنا رڼا دوی ته کله نا کله د حق څرګندېدل دي او د سخت تندرونو له کبله غوږونه بندول د دوی له حق څخه د مخ اړولو او نه منلو مثال دی او د تشبیه لامل د منافقانو او د دې مثال د خاوندانو تر مینځ ګټه نه اخیستل دي، نو په ناري مثال (د اور بېلګه) کې: اور بلوونکي پرته له تیارې او سوځېدلو بله هېڅ ګټه ترلاسه نه کړه او په مائي مثال (د اوبو بېلګه) کې: د باران خاوندانو پرته له دې چې تالنده او برېښنا یې ووېروي، له باران څخه بله ګټه پورته نه کړه، نو منافقان هم همداسې دي، چې له سختۍ او زیاتۍ پرته په اسلام کې کې بل څه نه ويني.