هغه (رب) چې ستاسو لپاره يې ځمكه فرش او اسمان چت جوړكړى دى او له بره نه يې اوبه نازلې كړي دي، بیا يې په دغو سره له مېوو نه ستاسو لپاره رزق راوېستلى دى، نو له الله سره هېڅ قسمه شریكان مه جوړوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ البقره ۲:۲۲ ⧉
تفسیر:
الله تعالی هغه ذات دی چې ستاسې لپاره یې زمکه هواره کړې ده او د هغې له پاسه یې ښه قوي آسمان پیدا کړی دی او په تاسو د باران نعمت هم وروي، چې د دهغه پر مټ ګنې مېوې له زمکې څخه را زرغونوي، چې ستاسو لپاره روزي شي، نو تاسو هم له الله تعالی سره شریکان او بېلګې مه ګرځوئ، په داسې حال کې چې تاسي ښه پوهېږئ چې له الله تعالی پرته بل پیداکوونکی نه شته.