Landscape MP4 Vertical MP4

سورت البقره — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

البقره • آیت نمبر 23 (ټولې 286 آيتونه) • پښتو


وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَىٰ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ 23
ترجمه:
او كه تاسو د هغه (قرآن) په هكله په كوم شك كې یئ چې مونږ پر خپل بنده نازل كړى دى، نو د ده غوندې یو وړوكى سورت راوړئ، او له الله نه سِوا خپل مددګاران راوغواړئ، كه تاسو رښتوني یئ البقره ۲:۲۳
تفسیر:
ای خلکو! که چېرې تاسي د هغه قرآن په اړه په شک کې یاست چې مونږ پر خپل بنده محمد صلی الله علیه وسلم نازل کړی دی، نو تاسو ته چلنج (ننګونه) درکوو، چې د دې مقابله وکړئ او د دې په شان یو سورت راوړئ، که څه هم تر ټولو وړوکی سورت وي او هغه خلک چې ستاسې مرستندویان دي هغوی هم راوبلئ که چېرې تاسې په خپله دعوه کې ریښتیني یاست.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ البقره • آیت 22 راتلونکې البقره • آیت 24