سوره البقره (غویي) (آیت 222)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
2
البقره(البقرة)، آیت ۲۲۲
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ ۖ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُوا النِّسَاءَ فِي الْمَحِيضِ ۖ وَلَا تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّىٰ يَطْهُرْنَ ۖ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ أَمَرَكُمُ اللَّهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ
او دوى له تا نه د حیض په باره كې پوښتنه كوي، ته ووایه: دا یوه پلیتي ده، نو په حیض كې د ښځو له جماع نه په ډَډَه شئ، او دوى ته مه نژدې كېږئ له (د جماع لپاره) تر هغه پورې چې پاكې شي، نو كله چې ښې پاكې شي، بیا له دوى سره جماع كوئ، په هغه ځاى كې چې الله تاسو ته حكم كړى دى، یقینًا الله ډېرې توبې وېستونكي خوښوي او ښه پاك اوسېدونكي خوښوي‰ (۲۲۲)
تفسیر
او پوښتنه کوي ستا ملګري له تا څخه -اې پیغمبره- د حیض په باره کې (دا یوه طبیعي وینه ده چې د ښځې له رحم څخه په خاصو وختونو کې راځي)؟ ته هغوی ته ځواب کې ووایه: حیض د سړي او ښځې دواړو لپاره ضرر دی، نو تاسو د حیض په وخت کې له ښځو سره له یوځائ کیدو (جماع) ځان وساتئ، او تاسو ورسره کوروالی مه کوئ تر هغو پورې چې هغه وینه بنده شي، او بیا له هغې نه په غسل کولو سره ځان پاک کړي، نو پس کله چې وینه بنده شي او ځان پاک کړي، نو بیا ورسره په هغې طریقه کوروالی وکړئ چې ستاسو لپاره جایز شوی دی: چې هغوی پاکې وي او د مخی له طرفه (په شرمګاه کې)، بېشکه الله تعالی خوښوي له ګناهونو څخه ډېر توبه ویستونکي او زیات صفایي کوونکي له ګندګیو نه.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: