سوره البقره (غویي) (آیت 223)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۲۳

نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّىٰ شِئْتُمْ ۖ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ مُلَاقُوهُ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ 223 ٢٢٣

ستاسو ښځې تاسو لپاره فصل دي، نو خپل فصل ته راځئ څنګه چې ستاسو خوښه وي، او د خپلو ځانونو لپاره (نېك عمل) وړاندې ولېږئ، او له الله نه وېرېږئ او په دې پوه شئ چې یقینًا تاسو له هغه سره ملاقات كوونكي یئ، او مومنانو ته زېرى وركړه (۲۲۳)

تفسیر
ستاسو بیبیانې ستاسو کروندې دي چې ستاسو لپاره بچي زېږوي؛ لکه د هغې زمکې په شان چې مېوې ترې راوځي، نو تاسو د کروندې ځای ته راتګ وکړئ -چې هغه د زنانه شرمګاه ده- د کوم طرف نه چې مو خوښه وي او څرنګه مو چې خوښه وي، خو چې د زنانه په شرمګاه کې وي، او مخکې ولېږئ د خپلو ځانونو لپاره نیک عمل، او یو د هغه نه دا دې چې سړی له خپلې ښځې سره د ثواب په نیت او دنیک اولاد په امید کوروالی وکړي، او له الله تعالی څخه ووېرېږئ د هغه د حکمونو په عملي کولو سره او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره، او یو له هغو نه خپلو بیبیانو ته په شرعي طریقه سره راتګ دی، او پوهه شئ چې تاسو به د قیامت په ورځ له الله تعالی سره مخامخ کېږئ، د هغه مخې ته به ودرېږئ، او ستاسو د عملونو بدله به درکوي، او زېری ورکړه -اې پیغمبره- مومنانو ته په هغه څه چې دوی به پرې خوشحالېږي له خپل رب سره د مخامخ کیدو په وخت کې چی هغه همېشني نعمتونه دي، او د الله رب العزت مخ ته کتل دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ