سوره البقره (غویي) (آیت 225)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۲۵

لَا يُؤَاخِذُكُمُ اللَّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَٰكِنْ يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ 225 ٢٢٥

الله تاسو نه نیسي په خپلو قسمونو كې په لغو سره، او لېكن نیسي تاسو په هغه (قسم) چې ستاسو زړونو يې قصد (نيت) كړى وي، او الله ډېر بخښونكى، ښه تحمل كوونكى دى (۲۲۵)

تفسیر
الله تعالی تاسو په هغو قسمونو نه محاسبه کوي چې پرته له قصد نه ستاسو پر ژبو باندې راځي؛ لکه: نه په الله قسم دی، هو په الله قسم دی. پس په داسې قسم باندې کفاره او څه سزا نشته، خو تاسو سره په هغه څه حساب کوي چې قصدا یې کوئ له دغو قسمونو نه، او الله تعالی د خپلو بندګانو د ګناهونو بښوونکی او صبر کوونکی دی چې په بېړه سزا نه ورکوي، صبر ناک دې په تلوار سره سزا نه ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ