سوره البقره (غویي) (آیت 226)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




2 البقره(البقرة)، آیت ۲۲۶

لِلَّذِينَ يُؤْلُونَ مِنْ نِسَائِهِمْ تَرَبُّصُ أَرْبَعَةِ أَشْهُرٍ ۖ فَإِنْ فَاءُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 226 ٢٢٦

د هغو كسانو لپاره چې خپلو ښځو (ته له ورتلو) نه قسم خوري، د څلورو میاشتو مهلت دى، بیا كه دوى رجوع وكړه، نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، ډېر مهربان دى (۲۲۶)

تفسیر
هغه کسان چې قسمونه کوي له خپلو ښځو سره د جماع کولو نه انتظار د یوې مودې چې د څلورو میاشتو نه نه اوړي، چې د قسم کولو د میاشتې نه شروع کېږی او هغه ته (ایلاء) ویل کېږي، نو که چېرې له خپلو ښځو سره جماع کولو ته راوګرځېدل، وروسته له قسم کولو نه په دغو څلورو میاشتو کې او یاد له دې څخه کمه موده کې؛ نو پس الله تعالی بښوونکی دی، هغه ګناهونه ورته بښي کوم چې له دوی څخه شوي دي، او مهربانه دی په هغوی، ځکه چې کفاره یې ورته د قسم د ماتولو لپاره جایز کړې ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ